فراه نما

فراه نما
دینی, علمي، فرهنگي، سياسي و....  
قالب وبلاگ
نويسندگان
لینک دوستان

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان فراه نما و آدرس farahnama.loxblog.com لینک نمایید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صورت وجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.





عبدالله بن مسعود وايي :رسول الله د ماخوستن تر لمانځه وروسته ناستې څخه منعه كړلو.خو د علم د زده كړې لپاره كښيناستل باك نلري او جايزدى.بخاري -

دعلم زده كړې لپاره دشپې كښيناستل- په باب كې پدې اړه حديثونه روايت كړيدي،نو لدې ځايه پوهيږو چې پرته د علم له زده كړې څخه دماخوستن تر لمانځه وروسته ويښ پاتي كيدل د رسول الله له سنتو څخه نه دى.

اوبايد تر وسه وسه هڅه وكړو چې ويښ پاتي نه شو په احسن الکلام تفسیر کې د حضرت عمر فاروق په اړه ویل شوي چې د ماخوستن له لمانځه وروسته به ګرځیده،که داسې کسان به یې ولیدل چې بی ضرورته ناست دي رټل به یې او د ویده کیدو په لوربه یې هڅول.لنډه داچې رسول الله وختي ويده كيدل او وختي پاڅيدل له مونږ نه غوښتي او بايده ده چې پرې عمل وكړو. له بلې خوا په پورتني آيت كې الله د(وقرآن الفجر) لفظ ذكر كړو چې په ځينو تفسيرونو كې دا آيت د سهار د لمانځه په قرائت باندې تفسير شويدۍ.اوس به راشوو ديته چې وختي پاڅيدل او وختي ويده كيدل څه ګټې لري او د طب پوهان پدې اړوند څه وايي ، لاندې په لنډو پرې بحث كوو:sleeping

اوزون داسې يو ګاز دى چې دانسان په عصبي سيستم خورا ژوره ښه اغيزه لري همدارنګه دا ګاز په انسان كې د فكري او عضلاتي نشاط سبب هم ګرځي، ددې ګاز اندازه د سهار لمانځه مهال(فجر) كې تر ټولو لوړې كچې ته رسيږي چې ورورسته يې ورو ورو مقدار كميږي تر دې چې دلمر جګيدو پرمهال كم او بالاخره پاى ته رسيږي.پس هغه كسان چې سهار وختي پاڅيږي د ورځې په اوږدو كې د نشاط او ډيرې انرژي درلودلو احساس كوي او په مقابل كې هغوى چې نا وخته ترلمرجګيدو وروسته پاڅي د ورځې په اوږدو كې به د خستګۍ او انرژي له كمۍ څخه سرټكوي.

له بلې خوا د (ماوراءبنفش) وړانګه د لمر ختو پر مهال تر ټولو لوړې كچې ته رسيږي دا وړانګه پوستكى د ويټامين(د) جوړولو ته تياروي.ويټامين(د) په خپل وار سره په هډوكو كې د كلسيم په جوړولو كې مرسته كوې.نو هغه كسان چې دلمر ختو وروسته له خوبه پاڅيږي د هډوكو له سستيدو او هډوكبندۍ له كمزورۍ څخه به ځوريږي.

بله داچې وختي پاڅيدل له اوږده خوبه مخنيوى كوي يعني اوږد خوب يااته ساعته پرله پسې ويده كيدل د جسم وده ټكنۍ كوي،د زړه دنبضونوشمير تر ټولو ټيټې كچې ته را ټيټوي،چې لدې سره وينه په رګونو كې په ډيرې كندۍ جريان پيدا كوي، په پايله كې غوړ مواد د رګونو په ديوالونو كې رسوب كوي، د رګونو دتنګۍ او سينه دردۍ سبب ګرځي.

بل مهم ټكۍ دادى چې په جسم كې د كورتيزول پنامه يو هورمون شته،دا هورمون په بدن كې د انرژۍ او وينه كې دقند د زياتوالي لامل ګرځي ،هورمون دفجر پرمهال تر ټولو لوړې كچې ته رسيږي.همدارنګه ياد شوى هورمون د پښتورګو،سيستمونو اوغړو استعداد هم لوړوي.ددې هورمون مقدار د فجر پرمهال ۲۰ درجوته او وروسته تر ۷ درجو پورې را ټيټيږي.نوپدې ډول به د وختي پاڅيدو په پایله کې د دومره بي شميرو ګټو څخه برخمن شوي وى.

د شپې خوب دالله له نښو او آيتونو څخه دی

پوهان وايي: خوب تر ټولو لوى نعمت دى چې الله د بدن هوساينې ته وروسته لدې چې د كار او نورو فعاليتونوله امله ستړى،ستومانه اوخسته شي ګرځولى دى څو وروسته جسم يوځل بيا فعاليت ته تيار شي او دفعاليت لپاره خپل جسماني ځواك لاسته راوړي.الله خوب د خپل عظمت له نښو څخه بيان كړى او په اړه يې داسې فرماييلي دي:
وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ (٢٣)او دهغه له نښانو څخه د شپې او ورځې
ستاسې ويده كيدل او ستاسې د هغه د فضل لټول دي. په باوري توګه په دې كې د هغو خلكو لپاره ډيرې نښانې دي چې په(غورسره) اوري. الروم:۲۳

معاصرې څيړنې ښيي چې كله انسان له خوبه پاڅيږي او په فعاليت لاس پوري كوي يوه ماده يا لږه اندازه كيمياوي مواد يې په وينه كې ترشح كيږي ،د ساعتونو په تيريدو سره يې په همدې ډول كچه لوړيږي تر دې چې خپل ټاكل شوي اندازې ته ورسيږي.ماغزو ته يو پيغام استوي،ماغزه هم په عصبي ماليكولونو كې دا پيغام د خوب مركزونو ته ليږدوي يا داچې عصبي ماليكولونه سره ليري كيږي او روانه ماده قطع كيږي او دا همدا خوب دى.

يا داچې عصبي رګونه له يوبل سره نژدې كيږي او جاري عصبي ماده جريان پيدا كوي پس لدې ځايه پايله دا شوه چې د خوب د منځ راتلو وسيله يوه كيمياوي ماده ،او ياهم دهغو موادو مجموعه ده چې د ورځې په ترڅ كې په لږ مقدار ترشح كيږي او وروسته د وخت په تيريدو سره يې اندازه لوړيږي تر دې چې خپل ټاكل شوي اندازې ته ورسيږي جسم د خوب د نژدې كيدولپاره د عصب له لارې ماغزوته پيغام استوي داسې چې ماغزه د خوب مركزونو ته د كار او فعاليت امر كوي،عصبي ماليكولونه سره ليري كيږي او خوب رامنځ ته كيږي.دا دچاتدبيردى؟چا پيدا كړى؟دچا اختراع ده؟زمونږ ژوندبه پرته له خوب نه څنګه وي؟كه انسان دوه شپې پر له پسې ويښ وي جوړښت يې ګډوډيږي او خپل تعادل له لاسه ور كوي،پس كه له خوب نه محروم شئ څه به پيښ شي؟

په بدن كې د سپك او ژور خوب لپاره مركزونه شته.تاسو چې اته ساعته خوب كوئ يو يا دو ساعته يې ژور خوب او پاتې يې سپك خوب وي په سپك خوب كې هغه څيزونو مو چې په چارچاپير كې تيريږي لكه څوك خبرې كوي،را ننوزي او يا دروازه ټكوي پرې يوهيږئ خو په ژور خوب كې پورتني هيڅ شيان نشئ احساسولاى.پس دا څوك دۍ چې ستاسو په بدن كې يې د سپك خوب، ژور خوب او ويښيدو لپاره مركزونه جوړ كړي؟

ماشوم د ورځې په اوږدو كې ډير ساعتونه ويده وي دا ځكه چې بدن يې وده وكړي،پنځه كلن ماشوم په ورځ كې دولس ساعته خوب كوي، نوى ځوان نهه ساعته اوبالغ شخص په ورځ كې اوه يا اته ساعته ويده كيږي پس دا څوك دى چې خوب،موده اوډول يې ټاكلى او د بدن د سيستمونو او نورو غړو د آرامۍ او استراحت لپاره يې دا حياتي څيز برابر كړيدي؟

پدې هر يوه كې د هغو كسانو لپاره چې د عقل او تفكر په لاره ځي سترې سترې نښانې دي چې انكار يې پرته له هغو څخه چې الله ورته له څارويو ښكته خطاب كړى د بل چا لپاره شونى دى؟

Eslahonline


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





[ سه شنبه 26 دی 1391برچسب:, ] [ 11:3 PM ] [ بريالي محمدي ]
.: Weblog Themes By Pichak :.

درباره وبلاگ

((به وبلاگ من خوش آمدید)) برای يك بار پريدن، هزار هزار بار فرو افتادم. ::: ::: ::: هیچ انسانی دوست ندارد بمیرد، اما همه آنها دوست دارند به " بهشت " بروند... اما ای انسانها... برای رفتن به " بهشت " ... اول باید مرد. ::: ::: ::: ::: ::: ::: هيچ وقت رازت را به کسي نگو. وقتي خودت نميتواني حفظش کني چطور انتظار داري کسي ديگري براي شما راز نگهداره. محمدي محصل دانشكده طب در کشور ترکیه-آنکارا Mohammadi studying Medicine College in Turkiye-Ankara WWW.Farahnama.loxblog.com
موضوعات وب
امکانات وب
ورود اعضا:

نام :
وب :
پیام :
2+2=:
(Refresh)

خبرنامه وب سایت:





آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 9
بازدید دیروز : 0
بازدید هفته : 13
بازدید ماه : 1291
بازدید کل : 4721
تعداد مطالب : 228
تعداد نظرات : 14
تعداد آنلاین : 1



<-PollName->

<-PollItems->

Google

در اين وبلاگ
در كل اينترنت



تماس با ما

آپلود نامحدود عکس و فایل

آپلود عکس





برای نمایش تصاویر گالری كلیك كنید


دریافت كد گالری عكس در وب


Pichak go Up

.

.

.

<-PollName->

<-PollItems->

قرآن آنلاین
http://s1.picofile.com/shiat/giv.gif
(بهترین لینک باکس)

  • دانلود فیلم
  • قالب وبلاگ